د روسیې د مخالف سیاستوال ناوالني د کورنۍ مالي حسابونه کنګل شوي

په روسیه کې د رژیم مخالف سیاستوال الکسي ناوالني او د هغه کورنۍ.

په روسیه کې د رژیم مخالف سیاستوال الکسي ناوالني ویلي چې د روسیې حکومت‌یې د ښځې، اولادونو، پلار او مور او په روسیه کې د فساد سره د مبارزې ادارې د مشر مالي حسابونه، پرته له دې چې وضاحت ورکړي، کنګل کړي دي.

د کرملېن دې کلک منتقد نن د مارچ ۳مه، پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې د ده د کورنۍ د غړو، د ده د ادارې د مشر ایوان ژدانوف او د هغه د کورنۍ د غړو بانکي حسابونه او کارتونه کنګل شوي دي.

الکسي ناوالني ویلي چې معلومات ورته رسېدلي چې میلیاردر، اولیګ دیرپاسکا چې د روسیې له رهبرانو سره نږدې روابط لري، د ناڅرګندو دلایلو له مخې د هغه د سو کولو هڅې کوي.

ناوالني او ژادنوف ویلي چې کله چې یې خپل بانکي حسابونه وکتل، ورته معلومه شوه چې ۷۵،۵ میلیونه ربله پوروړي دی، یا یې حساب منفي دی.