د کندز سیمهییزو چارواکو تأیید کړه چې پرون شپه طالبانو د افغان عسکرو په پوستو بریدونه کړي او هغوی تهیې مرګژوبله اړولې ده.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري چهارشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په دوو سیمو د کندز په باغ شرکت او چله مزار کې د افغان عسکرو پوستې په نښه کړي او ۱۹ تنهیې وژلي دي.
اخوا د کندز یوې معتبره امنیتي سرچینې هم د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم د نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په باغ شرکت کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۳ نور یې ژوبل دي.
د ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو مرستیال ویاند برهانالدین توفیق په افغان عسکرو د طالبانو بېګاني بریدونه تأییدوي، خو جزئیات نهورکوي.
طالبانو له امریکا سره شنبه تړون لاسلیک کړ او د راپورونو په اساس دا ډله چې یوه اوونۍ يې اورکم کړی و د تړون تر لاسلیک وروسته بېرته په افغان پوځیانو بریدونه پيل کړي.
طالبانو تر اوسه په کندز کې د بریدونو مسؤلیت نهدی منلی.