ټرمپ له ملا برادر سره ټیلیفوني خبرې ښې وبللې

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د لومړي وار لپاره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټليفوني خبرې وکړې.

ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د ده او ملا برادر دا خبرې ښې پر مخ لاړې.

ښاغلی ټرمپ وايي: "د طالبانو له مشر سره مې نن سې شنبه خبرې وکړې. ډېره ښه مکالمه مو وه. موږ موافقه کړې چې تاوتريخوالى به نه‌وي، موږ تاوتريخوالى نه‌غواړو. وبه‌ګورو چې څه پېښېږي. موږ به وګورو چې څه کېږي. په حقيقت کې د طالبانو له مشر سره مو ښې خبرې وې."

په همدې حال کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې د امريکا ولسمشر ويلي د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به ډېر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بين‌الافغاني مذاکرو په وړاندې پراته خنډونه ليرې کړي.

د افغانستان جمهوري رياست غوښتنه لري، د بين‌الافغاني مذاکرو تر پيل مخکې په افغانستان کې تاوتريخوالى صفر ته راکم شي.

وسله‌والو طالبانو اوس ويلي، په بين‌الافغاني خبرو کې تر هغو ګډون نه‌کوي چې ٥٠٠٠ بنديان‌يې خوشې شوي نه‌وي.