یوناما: د جګړې ټولې خواوې دې د تاوتریخوالي کمولو پرېکړه پر ځای وساتي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما غوښتنه کړې چې د جګړې ټولې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه شوې پرېکړه پر ځای وساتي او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره شرایط برابر کړي.

پر ټویټر د یوناما پر پاڼه لیکل شوي چې د طالبانو له لوري د تشدد د پیل په اړه خپرو شویو راپورونو ته په پام ملګري ملتونه له ټولو غواړي چې داسې شرایط وساتي چې د بین‌الافغاني خبرو له پيل سره مرسته وکړي او تل‌پاتي اوربند او سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.

طالبانو او امریکا د فبرورۍ له ۲۲ تر ۲۹مې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې وه.

امریکا ویلي و چې که طالبان وتوانېدل چې په یوه اوونۍ کې ثابته کړي چې تاوتریخوالي کمولائ شي، د فبرورۍ په ۲۹ به د سولې موافقه ورسره لاسلیک کړي.

وسله‌والو طالبانو د شنبې په ورځ موافقه له امریکا سره لاسلیک کړه.

د راپورونو پر اساس، طالبانو د تشدد د کمولو پرېکړه ماته کړې ده.