د افغانستان دفاع وزارت د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ نه‌بولي

د افغانستان دفاع وزارت د ودانۍ ګرافیکي بڼه.

د افغانستان دفاع وزارت د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ نه‌بولي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن د مارچ ۳مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان پوځ دا توان لري چې په خپله له افغانستانه دفاع وکړي.

فواد امان وویل، اوس‌مهال په سلو کې ۹۴ عملیاتونه د افغان ځواکونو له لوري، طرح، پلان او پلي کېږي او په ډېرو کمو مواردو کې افغان ځواکونو له بهرنیو ځواکونو مرسته غوښتې.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرون د امریکا په دفاع وزارت کې یوې خبري غونډه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تأیيد کړی دی.

اسپر خبریالانو ته وویل چې متیقن نه‌دی چې د وتلو پروسه به پیل شوې وي، خو باید له طالبانو سره د موافقې پر بنسټ په ۱۰ ورځو کې دا کار پیل شی.

اوس‌مهال په افغانستان کې تقریباً ۱۳۰۰۰ امریکايي عسکر مېشت دي.

د امریکا حکومت له طالبانو سره د سولې په موافقه کې منلې چې په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او بیا به د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره دا پروسه ودرول شي.

امریکا منلې چې په ۱۴ میاشتو کې به ټول عسکر له افغانستانه باسي.

له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره سم اوس کومې پوښتنې چې مطرح دي، هغه دا دي چې دوی له کومو سیمو وتل پيلوي، ایا تجهیزات، تخنیکي وسایل او امکانات له ځان سره وړي او که نه افغان ځواکونو ته‌یې سپاري؟

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دوی په دې اړه څه نه‌شي ویلی چې د بهرنیو ځواکونو وتل به له کومو سیمو پیلېږي.