خوست کې دیني عالمانو د سولې تړون ملاتړ وکړ

د عالمانو غوښتنه دا ده چې دا کم اوربند په دایمي اوربند بدل شي.

د دوشنبې په ورځ د خوست یو شمېر دیني عالمانو د یوې ناستې له لارې د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" له لاسلیک څخه ملاتړ وکړ.

د خوست د عالمانو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، د عالمانو غوښتنه دا ده چې دا اورکم په دایمي اوربند بدل شي او ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي.

دیني عالمانو وویل، که وسله‌وال طالبان سوله غواړي، نو حکومت سره باید د منازعې د یو اړخ په توګه مخامخ خبرو اترو ته حاضر شي، ترڅو دا منازعه په بنیادي توګه حل شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ډېره ستونزمنه نه‌ده، خو شرط دا دی چې ټول اړخونه د سولې اراده ولري.

دیني عالمانو د جګړې پر ښکېلو خواوو هم غږ وکړ چې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او داسې څه دې نه‌وايي چې له کبله‌يې د سولې پروسه ټکنۍ کېدای شي.

که څه هم د دیني عالمانو په ګډون د خلکو غوښتنه دا ده چې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي، خو بیا بل لوري ته طالبانو ویلي تر هغو چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له‌خوا خوشې نه‌شي، دوی به له افغان چارواکو سره خبرې ونه‌کړي.