ولسمشر غني ننګرهار ته رسېدلی

غني سره په دې سفر کې لوړپوړي چارواکي ملتیا لري.

ولسمشر غني ننګرهار ته رسېدلی.

نوموړي سره د مشرانو جرګې رئيس، ملي امنيت سلاکار، يو شمير وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا لري.

ولسمشر به ننګرهار والي، ختيځ زون نظامي شورا غړو، مېرمنو، عالمانو او قومي مشرانو سره بېلابېلې غونډي ولري.

هغه به همدا راز د ننګرهار ولس سره عمومي غونډه هم ولري.