چین وايي، په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتو کې ۴۲ کسان مړه شوي دي چې په کرونا وایروس اخته وو.
د چارواکو په وینا، همداراز په دې هېواد کې ۲۰۲ نور کسان په کرونا وایروس اخته شوي دي.
د رسمي معلوماتو له مخې په دې وایروس اخته شوي نیمايي کسان بېرته روغ شوي دي.
په جنوبي کوریا کې هم د دې وایروس ۴۷۶ نوې پېښې ثبت شوي او په وایروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۱۲ ته لوړ شوی دی.
په سویل کې چارواکو ویلي چې د څلورو نورو کسانو له مړینې سره د تلفاتو شمېر ۲۲ شو.
د روغتیا نړيوالې ادارې د مارچ په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ وویل چې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر ۸۶ زره زیات شوی دی او په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.