چارواکي: میدان وردګ کې طالبانو ۵۵ ملکيان برمته کړي

ارشیف، په میدان وردګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان.

د میدان وردګ چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي او نامعلوم ځای ته‌یې بیولي دي.

د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریف‌زي ازادي راډیو ته وویل دغه کسان چې ډېری یې ځوانان دي، د چک ولسوالۍ له مربوطاتو برمته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د سیمي تقریباً ۵۵ ملکي بې‌ګناه کسان‌یې بیولي دي. د دوی ادعا دا ده چې دا کسان‌یې له حکومت سره د همکارۍ په تور نیولي دي. زموږ د معلوماتو له مخې دا کسان وسله‌والو طالبانو برمته کړي او د چک ولسوال هم ویلي چې ځیني معلومات ورته رسېدلي چې دوی ځکه دا کسان نیولي چې غواړي په راتلونکي کې یې له خپلو بندیانو سره تبادله کړي."

د ښاغلي شریف‌زي په خبره د دغو کسانو د خوندي خوشې کېدو لپاره‌یې امنیتي ځواکونه مؤظف کړي او هم‌یې د قومي مشرانو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

په خپله طالبانو او نورو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.