ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۶۶ تنو ته ورسېد

په نویو مړو شویو کسانو کې د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یې یو سلاکار هم شامل دی.

د ایران د روغتیا وزارت نن وویل چې د کرونا وایروس له امله ۱۲نور کسان مړه شوي دي.

په دې سره په دې هېواد کې د دې وایروس له کبله د مړو شمیر ۶۶ تنو ته ورسېد.

د ایران د دولتي ټلویزیون په راپور کې نن دوشنبه وویل شول چې په نویو مړو شویو کسانو کې د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یې یو سلاکار هم شامل دی.

۷۱ کلن محمد میر محمدي د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

دی د ایراني چارواکو څخه د دې وایروس لومړنی قرباني دی.

په ایران کېد کرونا ویروس ۱۵۰۱ مثبتي پېښي ثبت شوي دي.

ایران تر چین وروسته د دې وایروس له کبله ډیر قربانیان ورکړي دي.

په ایراني چارواکو کې چې په دې وایروس اخته شوي، د پارلمان پر غړو سربېره د دې هیواد د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار او د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي هم شامل دي.

په همدې حال کې په تهران کې د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله یې د خپلو کارکوونکو د تخلیې چارې پیل کړي دي، خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي یو شمېر کارکونکي به یې د مهمو کارونو د دوام لپاره هلته پاتې شي.