ازبکستان له افغانستان سره پوله تړلې

د حیرتانو بندر

د افغانستان شمالي ګاونډي هېواد ازبکستان د دوشنبې په ورځ د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو خبر ورکړ.

د بلخ ولایت چارواکو له ازادی رادیو سره په خبرو کې د ازبکستان له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د حیرتانو د بندر تړل کېدل تائید کړل.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل: "نن سهاردوست هيواد ازبکستان د افغان مسافرو پرمخ خپل بندر چې په حیرتانو کې دی، د افغانستان له لورِ د کرونا وایروس د ورخپرېدو د مخنیوي په خاطر وتاړه، راپورونه چې موږ یې لرو، هغو ویلي چې د بندر تړل موقتي دي."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ پاکستان هم د کندهار د چمن په سیمه کې د یوې اوونۍ لپاره د افغان مسافرو او سوداګرو پرمخ د خپل بندر د تړل کېدو خبر ورکړ.

سره له دې چې اوس ددغه ویروس مثبتې پیښې د نړۍ په شاخوا څلویښتو هېوادونو کې ثبت شوي خو له چین وروسته ایران هغه هېواد دی چې د یاد ویروس مثبتې پیښې په کې ډیرې ثبت شوي دي.

د وروستیو خبرو پربنسټ په ایران کې پر دغه ویروس د اخته کېدو له امله تراوسه څه باندې څلویشت کسان مړه شوي دي.

خو افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له نیکه مرغه په هېواد کې تراوسه پورې د کرونا د وایروس د یوې مثبتې پیښې پرته نورې مثبتې نه دې ثابت شوي.

د دغه وزارت ویاند وحیداله مایار ازادي رادیو ته وویل: "په ټوله کې د ۷۷ مشکوکو پیښو سمپلونه راوړل شوي، له دې جملې نه ۵۳ پیښې ټېسټ شوي چې ۵۲ یې منفي او یوه یې په هرات کې مثبته تثبیت شوې او ۲۴ نورې پیښې په لابراتوار کې تر ارزونو لاندې دي."

د بلخ ولایت چارواکو دا خبره رد کړه چې ګواکې په بلخ ولایت کې د کرونا وایروس یوه مثبته پیښه څرګنده شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ هغه کس چې په افغانستان کې په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی د ایران له قم ښار څخه د افغانستان هرات ولایت ته راستون شوی و.