کونړ کې د سولې په ملاتړ غونډه شوې

ارشیف

د کونړ نورګل ولسوالۍ کې په لسګونو کسانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه.

دې غونډې ته یو شمیر کونډې او هغه میرمنې هم راغلې وې چې د چا په روان جنګ کې د کورنۍ غړي وژل شوي.

دوي ویل سوله يې د ژوند ارمان دی او نه غواړې چې نورې میرمنې د دوي په برخلیک اخته شي.

اغلې شریفه چې د خپلې کورنۍ غړي يې لاسه ورکړې، بچي او د کورونو سرپرستې هم ور په غاړه ده له هېچا مرسته نه غواړي خو یواځنۍ هیله یې هېواد ته د سولې راتلل دي.

هغې وویل: "زما دوه زامن چې اردو کې و، کور ته راغلي و، په کور مو دهاوان ګولۍ ولګيده، دواړه ووژل شول، که څه هم چې موږ ته دیتیمانو پالنه او روزنه هم راپه غاړه ده خو موږ مرسته نه غواړو، بلکې دا غواړو چې په افغانستان کې سوله راشي، دې وطن ډېر ځوانان وخوړل، کونډې او یتیمان ترې پاتې شول، نور نه غواړو چې ځوانان مو ووژل شي،سوله غواړو."

مولوي نور احمد غونډې ته به خپلو خبرو کې وویل: "دلته دغو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته وګورئ، دا ټول د روان جنګ زیان دی چې موږ ته رسېدلی دی، موږ نور له جنګ او وژنو تنګ شوي یو، له دې زیات د جنګ توان نلرو."

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې په داسې حال کې د جنګ په ضد او د سولې په ملاتړ غونډه کېږي چې د تېرې شنبې په ورځ په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې هوکړه لاسلیک شوه چې دې خبرو او هوکړې افغانان هیله من کړې چې وطن کې به یې تل پاتې سوله راشي.