پکتیاوالو مېرمنو د سولې له روان بهیره هرکلی وکړ

دغه میرمنې وایي، هیله لري چې دا هر څه په عمل کې ثابت شي.

په پکتیا کې یو شمېر مېرمنو د سولې د روانو خبرو تر څنګ د طالبانو له هغه دریځه هرکلی وکړ چې مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند شهیل شاهین له ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي چې دوی د مېرمنو له کار او زده کړو سره هېڅ ستونزه نه لري.

د ده دا وینا په پکتیا کې د یو شمېر میرمنو د هرکلی وړ وګرځېده او وایي، هیله لري چې دا هر څه په عمل کې ثابت شي.

د پکتیا ولایت د جنډر مسئولې موسکا منګل ازادي راډیو ته وویل: "هو موږ یې هرکلی کوو، لکه څنګه چې په سعودي او نورو مسلمانو هېوادونو کې ښځې کار کوي، زده کړې کوي او نورې اسانتیاوې لري، همداسې زموږ هیله دا ده چې د اسلامي شریعت په رڼا کې او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې ښځینه وو ته د کار زمینه برابره شي."

د پکتیا د ښځو چارو ریاست له طالبانو سره د راتلونکي مذکراتي ټیم په جوړښت کې د سویل ختیځ زون د مېرمنو ګډون یوه مهمه اړتیا بولي، څو د دې زون د مېرمنو د حقونو څخه په سمه توګه دفاع وکړي او ورکړې قربانۍ یې هېرې نشي.

د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې د خویندو ونډه زیاته مهمه ده او په ناسته کې د زونونو په کچه باید یوې خور ته ونډه ورکړل شي، ځکه د پښتنو سیمې خویندې چې کوم مشکلات لري، نورې خویندې هغه ستونزې او مشکلات هلته نشي ذکر کولی."

په پکتیا کې مېرمنې په داسې حال کې د سولې له هوکړې او د کار او زده کړو په برخه کې د قطر د سیاسي دفتر د دریځ هرکلی کوي چې اوس هم په پکتیا کې ګڼې میرمنې د کلتوري ستونزو تر څنګ د امنیتي ستونزو له امله زده کړو او کار ته لاسرسی نه لري.