ریال ماډریډ بارسلونا ته سخته ماتې ورکړې

ارشیف

د اسپانیا د لالیګا لیګ د سیالیو په لړ کي تېره شپه د نړۍ دوه غښتلې فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې ریال ماډریډ ۲ د صفر په وړاندې بارسلونا ته سخته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره وینسیوس جینیور د لوبې په ۷۱مه او ماریانو بیا د لوبې په ۹۰مه دقیقه کې ګولونه ووهل.

دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کې ترسره شوه.

ریال ماډریډ په یادې بریا سره د بارسلونا څخه په لالیګا لیګ کې د جدول لومړی ځای ونیوه.