د ډیورند کرښې دواړو غاړو کرکټ سیالۍ وطن‌دوست لوبډلې وګټلې

ارشیف

د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د کرکټ په سیالیو کې د وطن‌دوست په نوم لوبډلې اتلولي خپله کړه.

دغه ټیم وکړای شول چې د چمن ټیم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دغه سیالۍ د ننګرهار او د خېبر پښتونخوا د ۳۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې دغه سیالۍ د ډیورند د دواړو خواو اوسېدونکو د لانږدې والي په هدف ترسره شوې.