چارواکي: کونړ کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف

چارواکي وايي د کونړ په دیوه ګل او نورګل ولسوالیو کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې بریدونه کړي چې په‌کې د داعش د درېیو قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي."

د مصمم په خبره چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د یادې ډلې ۳ نور وسله‌وال حکومت ته تسلیم شوي هم دي.

د کونړ دیوه ګل دره چې د حکومتي چارواکو په وینا د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې ډلې مهم مرکز دی، له تېرو دوه اوونیو راهیسې پرې ډرون بریدونه زیات شوي چې له امله‌یې لسګونه جنګيالي وژل شوي او د سلو په شااوخوا کې نور بیا حکومت ته تسلیم شوي دي.