پاکستان د کرونا وایروس د پراختیا مخنیوي لپاره د چمن بندر وتاړه

د چمن بندر

پاکستان د کرونا وایروس د پراختیا مخنیوي لپاره د چمن بندر د ۷ ورځو لپاره وتاړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، که چېرې دا ستونزه په ۷ ورځو کې هواره شي بندر به بېرته پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه: "که چېرې دا ستونزه زیاته شي، بیا به تصمیم ونیول شي، دا یوازې د چمن بندر دی او تورخم بندر هېڅ کومه ستونزه نه‌لري."

تر دې وړاندې ازبکستان هم له دې امله له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.

دا اقدام تر هغې وروسته کېږي چې په هرات کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه.