شمالي کوریا خپلو اوبو ته توغندي توغولي

د شمالي کوریا په مرکز سویل کې چارواکو منلې چې دوه توغندي نن توغول شوي.

شمالي کوریا خپلو اوبو ته دوه توغندي توغولي چې لا یې څرنګوالی او هدف معلوم نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد چې له امریکا سره‌یې خبرې ولاړې دي، غواړي بیا پوځي نندارې ترسره کړي.

د شمالي کوریا په مرکز سویل کې چارواکو منلې چې دوه توغندي نن توغول شوي، خو سملاسي تأیید شوې نه‌ده چې دا بالیستیک توغندي دي او که بله کومه وسله؟

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تېره دسمبر میاشت کې له امریکا سره خبرو کې په کم پرمختګ غصه څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې هېواد به‌یې ژر نوې وسلې نندارې ته وړاندې کړي.

کېم تر اوسه درې ځله له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، د شمالي کوریا په اټمي هڅو کې یو څه کمښت پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه هم راکم کړي دي.

بهرنیو اژانسونو ویلي، د شمالي کوریا دا نمایش ممکن په دې معنی وي چې وښيي، د شمالي کوریا دننه ټول کسان روغ دي، داسې حال کې چې د نړۍ نورو هېوادونو او جنوبي کوریا کې کرونا خلک اندېښمن کړي دي.