توقایف په ژامبیل کې د قومي نښتو مسؤلې ډلې جنایتکارې وبللې

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف​ د ژامبیل په جَنوبي سیمو کې هغه ډلې چې ده جنایتکارې بللي د فبرورۍ د اتمې او اوومۍ خونړیو قومي نښتو مسؤلې بللي.

په دې نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي و.

ولسمشر توقایف د قزاقستان ژامبیل سیمې ته په سفر کې پرون وویل چې یوې جنایتکارې ډلې غوښتل د یوې بلې ډلې د سرحدي سوداګرۍ کنټرول په لاس کې واخلي.

توقایف داسې وخت د ژامبیل سیمې ته پرون سفر وکړ چې د قزاقستان په دوهم لوی ښار الماتې کې د حکومت ضد مظاهرې وشوې.

د الماتې پولیسو لسګونه دا مظاهره‌چیان ونیول او په زور یې موټرو ته واچول.

پولیسو مظاهرې ناقانونه بللي حال دا چې د راپورونو په اساس مظاهره‌چیانو له سوله‌ییزو لارو خپل غږ پورته کړی و.