روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا له امله د مړو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی

تر چین وروسته ایران دوهم هېواد دی چې ګڼ اوسېدونکي یې د کرونا وایروس له لاسه مړه شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي څه باندې ۸۸ زره خلک په کرونا وایروس اخته شوي او د مړو شویو خلکو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی دی.

اول تېر ډسمبر د چین په ووهان ښار کې خلک په دې وایروس اخته شوي و او کرار کرار د نړۍ څه باندې ۶۰ هېوادونو ته وغځېد.

د راپورونو په اساس په چین کې نږدې ۸۰ زره کسان دې وایروس نیولي دي.

هلته د وژل شویو خلکو شمېر ۲۷۶۰ ښودل شوی.

تر چین وروسته ایران دوهم هېواد دی چې ګڼ اوسېدونکي یې د کرونا وایروس له لاسه مړه شوي.

هلته د وژل شویو شمېر تر پرونه ۵۴ تنه ښودل کېده او پرې د اخته‌وو شمېر ۹۸۰ ته رسېدلی.

دغه وایروس د اروپا ګڼ هېوادونه هم ګواښلي دي.

په ایټالیا کې په دې وایروس ۱۷۰۰ کسان اخته شوي چې له ډلې يې ۳۴ تنه مړه شوي.

په بریتانیا کې چارواکو تازه پرون تأیید کړه چې ۲۳ تنه په دې وایروس اخته شوي.