ایران څه باندې ۴۰۰ افغان کورنۍ فراه ته په زوره ستنې کړي

ارشیف، له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال.

ایران د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰ افغان کورنۍ د افغانستان لوېدیځ ولایت فراه ته په زور ستنې کړې دي.

د دغو افغان کورنیو ځینو غړو ازادي راډیو ته وویل چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

له دې ډلې له ایرانه په زور ایستل شوي افغان کډوال محمد حسن پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ څو کاله ایران کې اوسېدو. د فامیل یو غړی مو سوځېدلی و د تداوۍ لپاره مو هلته وړی و. دوه دوه نیم کاله هلته و. بېرته‌یې په زور راوایستلو د میلک له لارې مو فراه ته ځانونه راورسول. خدای شاهد دی چې که د شپې خرڅ هم ولرو. دا زوړ کور کې د میاشتې درې زره کرایه ورکوو او نهه تنه ډوډۍ خواره لرو."

د فراه ولایت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو رئیس رحم‌الدین ریګیوال ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ۴۲۳ افغان کورنۍ د فراه، هرات او نیمروز د پولو له لارې په زوره له ایرانه ایستل شوي دي.

"یو.اېن.اېچ.سي.ار" یا د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او افغان حکومت تل په عزت او په خپله خوښه د افغان کډوالو په بېرته ستنولو ټینګار کړی دی.