د تاجکستان په پارلماني ټاکنو کې په شرایطو برابرو ۷۵ سلنه خلکو ګډون کړی

په تاجکستان کې د پنځوس فیصده په شرایطو برابرو کسانو ګډون ټاکنو کې مهم دی.

د تاجکستان چارواکي وایي، دغه هېواد کې د رایه ورکونې په شرایطو برابرو پنځه اویا فیصده خلکو په نننیو پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ.

دا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا، چې د تاجکستان سترې محکمې مخکښ مخالف سیاسي ګوند، اسلامي رینسانس غیرقانوني اعلان کړ، لومړني انتخابات دي.

په تاجکستان کې د پنځوس فیصده په شرایطو برابرو کسانو ګډون ټاکنو کې مهم دی.

نن دغه هېواد کې درې اعشاریه اووه فیصده خلکو رایه ورکړه چې د رایه ورکوونکو پنځه اویا فیصده جوړوي.

لویدیځو څارونکو هیڅکله هم د تاجکستان ټاکنې رڼې او د سیالیو په شرایطو برابرې نه دي ګڼلي.

تمه داده چې د امام علي رحمان واکمن ګوند به د پارلمان اکثریت وګټي.