حکومتي مسولینو کونړ کې هغه ۴۲ تنه داعش پورې تړلې وسله رسنیو ته وښودل چې له وسله وال فعالیت يې لاس اخستی او پولیسو ته تسلیم شوي
د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال د یکشنبې مازیګر ازادۍ راډیو ته د تسلیم شوو کسانو په اړه وویل: "نن د۴۲ داعشي وسله والو د تسلېمدو شاهدان یاستئ، قومندان يې کرامت الله دی او په راکټې مشهور دی، درې ډلمشران او نور يې عادي جنګیالي دي، درنې او سپکې وسلې په ځمکه کېښودې او د حکومت حقانیت ته تسلیم شول. "
والي وايي، نورو داعش پورې تړلو وسله والو هم ورسره اړیکې نیولې او په نږدې راتلونکي کې به هغوي هم حکومتي ځواکونو ته تسلیم شي چې دې سره به د کونړ یو شمیر سیمې له داعش پاکې شي.
له تیر یو کال څخه د کونړ په لرې پرتو او ځنګل لرونکو درو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې او تاوتریخوالی دوام لري، چې له امله يې د دواړو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
تسلیم شوي کسان وایي، د طالبانو جنګونو او د حکومت پلوه ډرون الوتکو بریدونو دې ته اړ کړل چې حکومت سره یوځای شي.