لوګر کې د کرونا وایروس مشکوکه پېښه منفي ده

ارشیف

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، هغه ناروغ چې د تېرې جمعې په ورځ یې د کرونا په وایروس شکمن پېژندلی و، د معایناتو پایلې یې نن بېرته له دوی سره شریکې شوي او په وینا یې نوموړی د کرونا په وایروس نه دی اخته شوی.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول ګل ثمر ازادي راډيو ته وویل، چې ۲۱ کلن میرمحمد د حاجي محمد زوی د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې څو ورځې وړاندې د ایران هېواد له شیراز ولایت څخه راغلی و.

ښاغلی ثمر وایي، هغه ناروغان په ځانګړي ځای کې ساتي، چې د کرونا د وایروس علایم ولري او له هغو هېوادونو را ستانه شوي وي، چې په کې د کرونا وایروس د خپرېدو په حال کې وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، د دوی اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په ایران کې ګڼ میشت افغانان هره ورځ په زور له دې هېواد څخه ویستل کېږي.