'خوستوال په قطر کې د لاسلیک شوې هوکړې ملاتړ کوي'

خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي.

د خوست اوسېدونکي د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" ته خوشبیني څرګندوي او هیله لري، چې دا هوکړه به بین الافغاني خبرو اترو او دایمي سولې ته لاره پرانېزي.

خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي او زیاتوي، که طالبان د پخوا په شان د قدرت د انحصار او پر خلکو د امارت د تپلو فکر ولري، نو جګړه به دوام وکړي.

امریکا پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د سولې موافقه وکړه.

د یکشنبې په ورځ د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي مشال راډیو سره په خبرو کې یاد تړون په افغانستان کې د سولې لپاره د بستر د اماده کولو لومړنۍ ګام وباله او تمه يې وښوده، چې دا تړون به تر شا نورې پټې خبرې ونه لري اوپه صادقانه توګه به افغانانو ته سوله راولي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وايي، که چېرې د افغانستان حکومت، امریکا او متحدین يې محتطانه عمل ونه کړي، نو د جمهوریت او په دې برخه کې شته لاسته راوړنې د له منځته تللو له ګواښ سره مخامخ کېدای شي.

په خوست کې د قومونو پیوستون شورا اجرائیوي مشر سیدکریم خان خاکسار بیا په افغانستان کې د نظام د اساسي بنسټونو پايښت د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شروطو څخه ګڼي.

له اتلسو میاشتو پرلپسې ناستو وروسته د شنبې په ورځ چې د فبروري له ۲۹مې سره برابره وه، د امریکا او طالبانو تر منځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي د دفتر غړي ملا عبدالغني برادر له لوري لاسلیک شو.

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس، امریکايي پوځیان به په هغه صورت کې چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي، په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.