د ترکیې د دفاع وزیر: له روسي ځواکونو سره د نښتې نیت نه لروو

د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکر

د ترکیې د دفاع وزیر ویلي، سوریه کې یې د حکومتي ځواکونو پر ضد عملیات په بریا سره روان دي.

هولوسي اکر د ترکیې انادولو دولتي اژانس ته ویلي، انقره هیڅ نیت او لیوالتیا نه لري چې له روسیې سره شخړه وکړي.

ترکیې داسې مهال په سوریه کې د پوځي عملیاتو د ګړندیتوب خبره کړې چې په دې وروستیو کې سوریه کې د ترکیې ۳۴ سرتېري ووژل شول.

له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسي سیال ته ویلي و چې په سوریه کې دې ځان څنډې ته کړي.

د سوریې حکومتي ځواکونه، چې روسیه یې هوایي ملاتړ کوي، د ادلیب د نیولو لپاره عملیات کوي.

د ادلب زیاتې برخې د هغو وسله والو په لاس کې دي چې د ترکیې ملاتړ ورسره دی.