ننګرهار کې ۱۴ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

د سولې له بهیر سره یوځای شوي وسله وال وایي، نور وسله طالبان دې دې هم د نورو له خوا پر افغانانو له تپل شوې جګړې لاس واخلي.

په داسې حال کې چې تېره ورځ وسله والو طالبانو له امریکایي لوري سره د سولې موافقه لاسلیک کړه، په ننګرهار کې نن ۱۴ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

په ننګرهار کې د سولې له بهیر سره تازه دغه یوځای وي وسله وال طالبان وایي، د پردیو په لمسون یې د افغان حکومت پرخلاف فعالیتونه ترسره کول چې اوس په خپلو کړنو پښېمانه او د سولې له بهر سره یو ځای شول.

د سولې له بهیر سره دغه یوځای شوي وسله وال وایي، نور وسله طالبان دې دې هم د نورو له خوا پر افغانانو له تپل شوې جګړې لاس واخلي، او له امریکا سره د سولې د موافقې تر کېدو وروسته دې له افغان دولت سره هم ژر تر ژره سولې ته د رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

د دوی له ډلې یوه وویل: "نوم مې واحدالله دی د چپرهار اوسېدونکی یم، له امریکا سره سوله وشوه، له افغان حکومت سره دې هم وشي، مونږ ټول ورونه او مسلمانان یوو."

بل خوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت د مسؤلینو په هلو ځلو څلوارلس وسله وال طالبان چې له دې وړاندې یې د ننګرهار په مومند درې، شېرزادو، لعلپورې، خوګیاڼو او یو شمېر نورو سیمو کې دولت ضد فعالیتونه کول، له جګړې لاس واخیست او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

میاخیل په نورو وسله والو هم غږ وکړ چې نور دې په هېواد کې د پردیو په لمسون روانه جګړه ودروي او د بې ګناه خلکو له وژنو دې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ملي امنیت رییس د حساب ورکونې په یوه غونډه کې ویلي وو چې د دې ولایت کې یې د داعش، وسله والو طالبانو او جېش محمد ډلې په ګډون ۱۶۰۰ غړي په تېر یوه کال کې نیولي او هم یې د ملي امنیت په هلو ځلو له زرو ډېر یې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو د خپلو دغو ملګرو د یوځای کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د پنځه زره طالب بندیانو او ۱۰۰۰ امنیتي سرتېرو د خوشې کولو خبره شوې، خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ۵۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې كولو ژمنه يې نه ده كړې.

ټاكل شوې بين الافغاني مذاكرات د روانې كب مياشتې په ۲۰مه نېټه پيل شي او ولسمشر غني به ترې يوه ورځ وړاندې د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وكړي.