د افغانستان په سویل لویدیځ زون کې د فوټبال د لوبڅارانو لپاره پیل شوی روزنیز پروګرام نن پای ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون رسنیز مرستیال شمس امنیتي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه کورس کې ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی وو.
د نوموړي په خبره، دغو لوبڅارانو ته د پنځو ورځو لپاره د فوټبال فدراسیون د روزونکو له لوري زده کړې ورکړل شوې.
د دې پروګرام هدف د دی څو غوره لوبڅاران وټاکل شي.