ترکیې اروپا ته د تلونکو کډوالو پرمخ بندیز لرې کړ

په ترکیه کې میلیونونه کډوال شته چې ډېری وګړي د سوریې، افغانستان او نورو جګړه ځپلو او بې وزلو هېوادونو دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي، له پرون راهیسې چې ترکیې اروپا ته د تلونکو کډوالو پر مخ بندېز لرې کړ، لږ تر لږه ۱۳ زره پنا غوښتونکي د یونان پولې ته رسېدلي دي.

یونان بیا پر خپله پوله د بندېز د جدي والي خبره کړې او ویلي دي چې پرون یې د ۱۰ زرو هغو کسانو مخه نېولې چې په ناقانونه توګه یې دغه هېواد ته د اوښتو هڅه کوله.

یوناني پولیسو دغه هېواد ته په اوښتونکو کډوالو اوښلن ګاز او ډارونکي یا صوتي لاسي بمونه استعمال کړي، سره له دې چې پر پوله کټاره او اغزن سیم هم نصب شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون اروپایي ټولنه ملامته کړه چې ترکیې ته یې د کډوالو د مخنیوي په لپار ژمنه شوې پیسې نه دي ورکړي، نو ځکه دوی هم کډوالو ته د اروپا په لور د خپل هېواد دروازې پرانېزي.

په ترکیه کې میلیونونه کډوال چې اروپا ته د راتګ قصد لري دېره دي، په دوی کې ډېر وګړي د سوریې، افغانستان او نورو جګړه ځپلو او بې وزلو هېوادونو دي.

د اروپایي ټولنې د سرحدونو ادارې (فرانتیکس) اعلان کړی چې د چمتوالي په حال کې ده او یونان سره هم مرسته کوي.

بل پلو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له ادرنه ولایت نه ۷۶ زره کډوال خوځیدلي دي.

د ترکیې دا سیمه له یونان او بلغاریا سره ګډه پوله لري.

بلغاریا او یونان بیا تراوسه تائید کړې نه ده چې څه شمېر کډوال ور اوښتي.