پاکستان له افغانستان سره د چمن لار تړي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن بندر

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره پر پوله پروت چمن بندر به د یوې اوونۍ لپاره بندوي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په حواله ویلي، دغه ګام د کرونا وایروس د خپرېدو له ویرې اوچتوي او پر پوله بندیز هم سر له سبا دوشنبې پيلېږي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې افغان روغتیایي چارواکو افغانستان کې د کرونا د یوې مثبتې پیښې راپور ورکړی دی.

له تورخم وروسته د کندهار په سپین بولدک کې د چمن بندر پاکستان ته د افغانانانو د تګ راتګ عمده لاره ده.