عمران خان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې هرکلی وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې او پخلاینې د بهیر پیل دی.

ده همداراز ویلي چې اوس باید ټولې نفوذ لرونکې خواوې ورانوونکي عناصر څنډې ته کړي.

ده په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې له ورانوونکو څخه یې منظور څه دی.

له بلې خوا عوامي نېشنل ګوند د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په خاطر افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان په یوه بیان کې ویلي چې دا هوکړه به په افغانستان او سیمه کې د سولې او سوکالۍ نوې دوره پیل کړي.