په تاجکستان کې نن د دې هېواد د استازو جرګې د ۶۳ چوکیو لپاره ټاکنې ترسره کېږي.
دا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا، چې د تاجکستان سترې محکمې مخکښ مخالف سیاسي ګوند اسلامي رینسانس غیرقانوني اعلان کړ، لومړنۍ ټاکنې دي.
باور کېږي چې د ولسمشر امام علي رحمان د خلکو ډیموکراتیک ګوند به د پارلمان یا د استازو جرګې د ۶۳ چوکیو اکثریت وګټي.
شپږ کوچني ګوندونه چې سوسیال ډیموکراتیک ګوند اس ډې پې یې په ډله کې یواځینی مخالف ګوند دی، هم په دې انتخاباتو کې برخه لري.
د دغه ګوند یواځې پنځه کاندیدان په دغو ټاکنو کې دریدلي دي.
دې ګوند په لومړي سرکې اته کاندیدان وړاندې کړې وخو د کاندید په توګه د هریوه د ثبتولو لپاره یې ټاکل شوې پیسې چې نژدې ۶۰۰ ډالره کېږي، پوره نشوای کړای.
په مخکینو ټاکنو کې هم دا ګوند ندی بریالی شوی چې د ټاکل شویو ټولو رایو په سلو کې پنځه حد پوره کړي چې وکولای شي د پارلمان یوه چوکۍ ترلاسه کړي.
په تاجکستان کې چې نفوس یې شاوخوا نهه میلیونه او دوه سوه زره دی، څه کم ۴میلیونه او اته سوه زره کسان د رایې ورکولو مستحق پېژندل شوي او د دې لپاره چې دغه ټاکنې اعتبار پیدا کړي باید د ټولو رایې ورکونکو له پنځوسو زیات یې په دغو ټاکنو کې ګډون وکړي کنه ټاکنې له سره ترسره کېږي.
د تاجکستان د ټاکنو مرکزې کمېسیون ویلي چې ټول ۲۴۱ کاندیدان په دغو ټاکنو کې کاندیدان دي.
د تاجکستان ۶۵ کسیزې ولسي جرګې ته ۴۱ کاندیدان د ټاکنیزو حوزو پر اساس ټاکل کېږي او د نورو۲۲ چوکیو لپاره یې د ګوند د نوملړ د سیستم له مخې خلک غوره کېږي.
تاجکستان د رڼو ټاکنو ښه مخینه نه لري.
په دې هیواد کې لیدل شوي چې ټاکنې تل له درغلیو او فساد سره ملې وې.
ادعاوې شوې چې صندقونه له رایو ډک شوي، یو کس څو ځلې رایې استعمال کړي او د ټاکنو چارواکو هم له دې ډډه کړې چې رایې له سره وشمېرل شي.
د تاجکستان پر حکومت له اوږدې مودې راهیسې دا نیوکه کېږي چې مخالفې ډلې ځپې او نیوکه کونکي غلي کوي.