ارمنستان د کرونا د وایروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې

پاشانیان وايي، د ارمنستان یو تبعه له خپلې مېرمنې سره په وروستیو کې ایران ته تللی و چې په کرونا وایروس اخته شوی دی.

ارمنستان د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه ثبت کړه.

د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشانیان نن یکشنبه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د ارمنستان یو تبعه، چې له خپلې مېرمنې سره په وروستیو کې ایران ته تللی و، په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د ارمنستان د روغتیا وزارت هم تائید کړې چې په کرونا اخته شوی ارمنی ۲۹ کلن دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د کورونا وایروس یوه پېښه تائید شوې او ویل شوي چې دا سړی د ایران له قُم څخه افغانستان ته راغلی دی.

په نړۍ کې تراوسه پورې تر ۸۶ زره زیات کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۳ زره نور مړه شوي دي.