اردغان خپل روسي سیال پوتین ته څه ویلي؟

د سوریې حکومتي ځواکونو چې روسیه ېې هوايي ملاتړ کوي، د ادلب د نېولو لپاره پوځي عملیات پېل کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې ویلي دي چې په سوریه کې یوې ځان څنډې ته کړي او ترکیې ته وار ورکړي چې د سوریې له حکومتي ځواکونو سره معامله وکړي.

تېره اوونۍ په سوریه کې د ترکیې د حکومتي ځواکونو په بمباري کې ۳۴ ترکي عسکر ووژل شو.

د سوریې حکومتي ځواکونو چې روسیه ېې هوايي ملاتړ کوي، د ادلب د نېولو لپاره پوځي عملیات پېل کړي دي.

د ادلب زیاتې برخې لا هم د هغوي وسله‌والو په لاس کې دي چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

اردغان پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، په استانبول کې وویل: "ما ښاغلي پوتین ته وویل چې تاسو په سوریه کې څه کوئ؟ که غواړي چې هلته اډه جوړ کړئ، جوړه یې کړئ، خو زموږ له مخې لرې شئ، موږ او د سوریې رژیم دوه په دوه سره پرېږدئ، موږ به له رژیم سره هغه څه وکړو چې اړتیا یې ده."

اردغان وویل چې له پوتین سره یې د جمعې په ورځ په ټېلېفون خبرې کړې دي.