پومپیو: طالبان به له نږدې څارم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې طالبان به له نږدې څاري چې خپل تعهدات او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره سولې ته څرنګه کار کوي.

مایک پومپیو دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې دموافقې تر لاسلیک وروسته خبریالانو ته وکړې.

پومپیو له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړې ته چې د فبرورۍ له ۲۲مې تر ۲۹مې وه، په اشاره کې وویل: "طالبانو حتی که یوه اوونۍ وه، څرګنده کړه چې د سولې نیت لري او کولای شي د افغانستان خلکو یې هرکلی وکړ."

مايک پومپیو د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې په اړه وویل چې که د شوي تعهد د عملي کولو لپاره کلک ګامونه پورته نه شي، هوکړه او ورسره خوشالي به هېڅ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان راتلونکې په افغانانو پورې تړلې ده او له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه همدې خبرې ته زمینه برابروي.