قریشي: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونه مسؤلانه وتل غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسؤلانه وتلو غوښتونکي دي.

قریشي دا خبرې نن په دوحه کې د روېټرز خبري اژانس ته کړي.

نوموړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون" د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحه کې دی، نننۍ ورځ مهمه وبلله.

ښاغلی قریشي زیاتوي: "دا له نږدې دوه لسیزو وروسته پېښېږي. هیله ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره پرانیزي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا تړون ښايي په څو ساعتونو کې لاسلیک شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې د شااوخوا ۲۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یا استازي برخه اخلي.

د دې توافق له مخې به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو اوسنی شمېر چې شااوخوا ۱۳ زره دی، ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

ټاکل شوې تر دې وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي.