په ادلب کې بمبار ۳۳ ترکي سرتېري وژلي

په سوریه کې مېشت ترکي پوځیان

د ترکیې حکومت ویلي چې ۳۳ عسکر یې د سوریې د حکومتي ځواکونو په بمباري کې وژل شوي دي.

د ترکیې عسکر د سوریې په شمالي ښار، ادلب کې وژل شوي دي.

له دې امله د انقرې او دمشق ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د سوریې پر پوله د ترکیې دهتاي ولایت والي رحمي دوګان نن د فبرورۍ په ۲۸مه، وویل چې ۳۲ زخمي عسکر د درملنې لپاره روغتون ته وروړل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د حملې ځواب به ورګړي.

اردوغان ویلي چې د سوریې د حکومت پر پوځي اهدافو به ځمکنۍ او هوايي حملې جاري وي.

په سوریه کې د جګړې د څارنې یوې ادارې ویلي چې د ترکیې له لوري په حملو کې د سوریې ۱۶ عسکر وژل شوي دي.