ارگ:‌ د طالبانو خوشې کولو لپاره د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ارګ نن د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د حکومت له زندانونو د طالبانو پر خوشې کولو د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي چې قطر ته یو پلاوی تللی، خو د بندیانو پر خوشې کولو خبرې نه‌کوي، بلکې له طالبانو سره د ارتباط پر ټینګولو تمرکز کوي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د اعتماد پر جوړولو کار کېږي.شاهین وویل چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې به د دې لپاره چې باور پیدا شي، حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خلاصوي او طالبان به هم د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.