په بلاروس او لیتوانیا کې د کرونا وایروس نوې مثبتې پېښې

ارشیف

په بلاروس کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه.

د بلاروس حکومت پرون د فبرورۍ په ۲۷مه وویل چې په کرونا وایروس اخته سړی یو ایرانی محصل دی او تېره اوونۍ له ایرانه ورغلی و.

د بلاروس روغتیايي چارواکو ویلي چې ناروغ محصل قرنطین شوی او د رغېدو په حال کې دی.

په لیتوانیا کې هم یوه ښځه په کرونا وایروس اخته پېژندل شوې ده.

د لیتوانیا چارواکو ویلي چې هغه په وروستیو کې ایټالیا ته په سفر تللې وه.

په ايټالیا کې د کرونا وایروس د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېر خپور شوی دی.

ایټالوي چارواکو ویلي چې د کرونا وایروس له امله تر اوسه ۱۷ تنه مړه شوي دي.

په ایټالیا کې په کرونا وایروس د اخته وګړو شمېر ۳۵۰ ښودل شوی دی.