قریشي: سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د توافق لاسلیک په افغانستان کې د سولې لپاره مثبت ګام بللی دی.

امریکا او طالبان به سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، د سولې موافقه لاسلیک کړي.

شاه محمود قریشي هم په دې اړه په مراسمو کې د ګډون لپاره په دوحه کې دی.

هغه پر فېس‌بوک په وېډیويي پیغام کې ویلي: "سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده. له دې سره به افغانستان د سولې او روغې پر لور حرکت پیل کړي او بین‌الافغاني خبروته به لار خلاصه کړي."

د افغانستان د سولې لپاره په روانو هڅو کې پاکستان مکرراً د همکارۍ ادعا کړې، خو واشنګټن په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یو راپور خپور کړ او ویې‌ویل چې د حقاني شبکه او د طالبانو رهبران په پاکستان کې امن ځایونه لري.