د امریکا دفاع وزیر او ناټو عمومي منشي کابل ته راځي

(ښی-کین) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، کابل ته رسېږي.

هغوی به په کابل کې د افغانستان له حکومته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرګندولو لپاره یو ګډ بیان خپور کړي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې هغوی به سبا غرمه په ارګ کې په ځانګړي پروګرام کې ګډون وکړي.

صدیقي د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ناټو یا د امریکا دفاع وزارت لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.