سبا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته راځي او له افغان ولسمشر سره یوه ګډه اعلامیه خپروي.
د دغې ګډې اعلامیې د لاسلیک او خپرولو مراسم سبا له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره کېږي.
ارګ ماڼۍ وايي، د دغې ګډې اعلامیې هدف دا دی څو نړیواله ټولنه وښیي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي همدارنګه هغه اوازې هم ردوي چې ګنې د افغان حکومت له لوري قطر ته تللی پلاوی به د طالبانو او حکومت د ۶۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په تړاو خبرې وکړي.
ښاغلي صدیقي د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۹» رسنیو ته وویل، قطر ته تللی افغان پلاوی یوازې له طالبانو سره تماسونه ټينګوي او د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره به بېله مذاکراتي اجنډا جوړېږي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "د طالب بندیانو خوشې کېدل به په مذاکراتو کې یوه مهمه مسئله وي او د طالبانو له لوري به دا مسئله مطرح شي، خو سبا چې کومه هوکړه لاسلیکېږي، له دې وړاندې به طالب بندیان نهخوشې کېږي، د بندیانو مسئله به په راتلونکي کې یو مذاکراتي اجنډا وي چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پرې بحث کېږي."
که څه هم ښاغلي صدیقي قطر ته د تللي افغان پلاوي د ترکیب په اړه څه ونهویل، خو د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د ټویټر پر رسمي پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې د دې پلاوي په ترکیب کې؛
په دې اړه نور: افغان پلاوی قطر کې دی؛ 'د طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ ده'- د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي
- د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی
- د حج او اوقافو وزارت مرستیال امینالدین مظفري
- د بهرنیو چارو وزارت استازی
- د ملي امنیت شورا استازی او
- د محبسونو د تنظیم د چارو مسؤل شامل دي.
له بلېخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو دوحې ته د دې پلاوي د ورتلو غوښتنه نهده کړې.
ښاغلی شاهين وايي: "دا پلاوی موږ نهدی راغوښتی، خو کېدای شي چې امریکايي لوري راغوښتی وي. زموږ د موافقې چوکاټ معلوم دی او هغه دا چې لومړی به دا موافقه لاسلیک کېږي، وروسته د اعتماد جوړونې پړاو پیلېږي چې په دې ترڅ کې به زموږ ۵ زره بندیان او د کابل ادارې زر بندیان خوشې کېږي او له هغه وروسته بینالافغاني خبرې پیلېږي او له ټولو افغان اړخونو سره به خبرې کېږي."
تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه سبا شنبه په دوحه کې لاسلیک شي.
د راپورونو له مخې په قطر کې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې به د شااوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي، خو د افغان حکومت ځای به په دې مراسمو کې تش وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ د دې موافقې د لاسلیک نېټه اعلان کړه او همداراز د یوې اوونۍ لپاره د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه د امریکا او طالبانو د موافقې خبر یې ورکړ چې د دې اوونۍ شپږ ورځې له کومې مهمې پېښې پرته تېرې شوي او ننيې وروستۍ ورځ ده.