هرات کې ۸ تنه د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

په هرات ولایت کې اته کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌یي موادو سره د مبارزې پولیسو په هرات ښار کې د درېیو عملیاتو په نتیجه کې اته قاچاق کوونکي له ۱۲ کیلوګرامو ښیښې، هیروئینو او چرسو سره نیولي دي.

دې کسانو د هرات ولایت له ولسوالیو څخه نشه‌يي مواد راوړل او په هرات ښار کې یې د نشه‌يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅول.