ترکي ځواکونو په ادلب کې انتقامي بریدونه کړي

ارشیف، په سوریه کې بریدونه.

ترکیه وايي، د روسیې ملاتړ لرونکي د سوریې پر حکومتي ځواکونو یې وروسته له هغې انتقامي بریدونه کړي چې په ادلب کې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۳ ترکي سرتېري ووژل شول.

ناټو د دې کار له کبله دمشق او مسکو غندلي او او دا یې په سیمه کې له توپیر پرته ړنده بمباري بللې ده.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارتباطاتو مسؤل فحریتین التون (Fahrettin Altun) د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي "د سوریې د رژیم پېژندل شوي اهداف له ځمکې او هوا تر بریدونو لاندې راغلي او دا به دوام وکړي."

التون ویلي "موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د سوریې حکومت د بشریت په وړاندې له جنایاتو راوګرځوي."

د ترکیې د د انادولو خبري اژانس ویلي، د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو له دې بریدونو وروسته د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د ناټو یو ویاند ویلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې سټولټنبرګ دا په ادلب ولایت کې د سوریې د رژیم او روسي ملاتړو له‌خوا یې بې‌توپیره (ړنده) هوايي بمباري بللې او ترې یې غوښتي چې سمدستي دې دا عملیات ودروي، نړیوال قانون ته دې درناوی وکړي او د سوله‌ییزې حل‌لارې لپاره دې بېرته د ملګرو ملتونو هڅو سره یوځای شي.

د ناټو د ویاند په وینا، سټولټنبرګ په ټولو خواوو غږ کړی چې د دې خطرناک وضعیت ترینګلتیا دې راکمه کړي او په سیمه کې دې لا دمخه وېروونکی بشري وضعیت نور نه‌خرابوي.