ایران کې نن د جمعې لمونځ نه‌کېږي

ارشیف، په قم کې یو زیارت

ایراني چارواکو اعلان کړی چې نن به د کرونا وایروس د سرایت له وېرې په تهران کې د جمعې لمونځ نه‌کېږي.

ایراني چارواکو تأیید کړې چې په دې هېواد کې په کرونا وایروس د نویو اخته کسانو شمېر له سلو اوښتی چې د ښځو او کورنۍ په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار هم په‌کې شامله ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې اوس به د مېرمن ابتکار ټول همکاران معاینه کېږي چې دا ویروس لري کنه.

مېرمن ابتکار د روغتیا له مرستیال وزیر ایرج هریرشي وروسته دوهمه جګپوړې چارواکې ده چې په کرونا وایروس اخته شوې.

په همدې حال کې د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون تأیید کړه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کرونا وایروس له کبله د مړینو شمېره ۲۶ ته لوړه شوې چې دا له چین څخه بهر په دې ناروغۍ له کبله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده.

جهانپور تأیید کړه چې په ایران کې ټول ۲۴۵ کسان په دې وایروس اخته شوي دي.