شمالي مقدونیې او ګرجستان کې د کرونا وایروس پېښې ثبت شوې

راپورونه وايي چې تر ۲۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

شمالي مقدونیې او ګرجستان پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، د کرونا وایروس د ثبت خبر ورکړ.

د شمالي مقدونیې حکومت پرون وویل چې یوه ښځه چې يوه میاشت‌یې په ایټالیا کې تېره کړې په دې وایروس اخته پېژندل شوې ده.

د اروپا د نورو هېوادونو په پرتله په ايټالیا کې ډېر خلک په کرونا وایروس اخته شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د کروېشیا حکومت وویل چې هلته هم یو وګړی په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

د ګرجستان حکومت هم پرون وویل چې یو وګړی چې له ایرانه ورستون شوی و په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

د ګرجستان حکومت ویلي چې دا سړی ۵۰ کلن دی او تر سختې طبي څارنې لاندې دی.

دا وایروس په ډسمبر کې د چین له ووهان ښاره راولاړ شو. په ټوله نړۍ کې تر ۸۰ زره زیات وګړي په دې وایروس اخته شوي دي.

راپورونه وايي چې تر ۲۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.