پشتین: له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار یو

منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷مه، نېټه د پاکستان دحکومت پر ضد بیان ورکولو د کرکې د خپرولو او دسیسې په تور ونیول شو.

په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې مشر منظور پشتین وايي چې له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي، خو په خبرو کې باید یوې پایلې ته د رسېدو نیت موجود وي.

منظور پشتین پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د پښتنو له یو موټي کېدو د وېرې پر ځای "د لر او بر یو افغان" ناره ومني.

هغه زیاته کړه: "لر او بر یو افغان یو تاریخي حقیقت دی. د دې حقیقت انکار که پاکستان یا بل هر هېواد کوي بې‌بنیاده دی. لر او بر یو افغان یوه بنیادي ناره ده، دا د یوه نسل نوم دی."

منظور پشتین د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د پاکستان حکومت پر ضد د بیان ورکولو، د کرکې د خپرولو او دسیسې په تور ونیول شو.

هغه تقریباً یوه میاشت په زندان کې تېره کړه او د سې شنبې په ورځ په ضمانت خوشې شو.

منظور پشتین پرون وویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د قبایلي مشرانو د قتل د هدفي وژنو او ترورونو په اړه باید یو نړیوال پلاوی تحقیق وکړي او د حقیقت موندلو په پلاوي کې باید د هغو هېوادونو استازي هم شامل وي چې د ترورېزم پر ضد جګړې ته پیسې ورکوي.