سعودي عربستان د عمرې حج د ادا کوونکو په مخ پولې وتړلې

د حرا غار

سعودي عربستان د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې مکې ته د عمرې حج د ادا کولو او په مدینه کې د اسلام د ستر پیغمبر جومات ته د ورتلو لپاره د زیارت کوونکو په مخ په موقت ډول خپلې پولې تړلې دي.

د سعودي عربستان چارواکو دغه‌راز د هغو هېوادونو سیلانیان هم په موقت ډول خپلې خاورې ته له ننوتو منع کړي چې په‌کې د کرونا وایروس خپور شوی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه اقدامات‌یې د خپلو وګړو، په دې هېواد کې د استوګنو او د ورتلونکو سیلانیانو د خوندیتوب لپاره کړي دي.

سعودي عربستان په دې هېواد کې د کرونا وایروس د مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړی، خو ګاونډ کوېټ یې ویلي چې د سعودي یو تبعه په دې هېواد کې د کرونا پر وایروس اخته شوی دی.

هر کال د عمرې حج د ادا کولو لپاره له اسلامي هېوادونو په لسګونه زره زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ورځي.

تر اوسه دا هم نه‌ده څرګنده چې د کرونا وایروس خپرېدل به د حج په سږنیو مراسمو چې شااوخوا پنځه میاشتې وروسته ترسره کېږي، اغېز وکړي.

په سیمه کې ایران تر ټولو زیات د کرونا وایروس ځپلی چې د دې هېواد چارواکو یې له امله د ۱۹ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

دغه‌راز د خلیج په دوو هېوادونو، کوېټ او بحرین کې هم په دې وروستیو ورځو کې د کرونا وایروس نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.