مصر کې د حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي مراسم جوړېږي

د مصر د پخواني مشر حسنې مبارک جنازه

مصر نن د دې هېواد د پخواني مشر حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي پوځي مراسم جوړوي.

د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي حکومت د مبارک د مړینې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

حسنې مبارک د ۹۱ کلونو په عمر پرون د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې ومړ. د نوموړي ۳۰ کلنه واکمني په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له اعتراضونو سره ختمه شوه.

د مصر جنرالان او لوړ رتبه افسران نن په موشیر طنطاوي جومات کې راټول شول.

د مبارک دوه زامن جمال او آلا چې تازه د فساد له تورونو پاک راوتلي هم په دې ډله کې ول.

د حسنې مبارک مړی په یوه هلیکوپټر کې دغه جومات ته ولېږدول شو.