د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر وژل شوی

د جاوېد الله خان د جنازې مراسم

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو سیمه‌ییز مشر چې د تندلارۍ ضد یوې ډلې غړی هم وو د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې په ډزو ووژل شو.

جاوېد الله خان تېره میاشت د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د اوصاف په نوم یوې ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه ټاکل شوی وو.

د ده د تره زوی ممتاز خان ازادي راډیو ته ویلي چې دا د یوې کورنۍ ۱۵م غړی وو چې تر ۲۰۰۸ کال راوروسته وژل شوي دي.

ممتاز خان ویلي، "موږ سیاستوال یو او دا د دولت مسؤلیت دی چې زموږ امنیت خوندي کړي."

۳۶ کلن جاوېد الله خان تېره ورځ ناوخته د نامعلومو وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د ده یو ساتونکی پولیس له بریده روغ وتلی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.